ټولنه

د ډاډګيرنې پيغام

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٤ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمداشرف غني د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې ډاکتر عزيزالله لودين د هغې ناروغۍ له امله چې ور پيښه شوې وه؛ وفات شوى دى.
ارواښاد ډاکترعزيزالله لودين يو زړه سواند، هېوادپال  او د هېواد د خلکو خدمتګار شخصيت و .
ارواښاد په بېلابېلو دولتي اداروکې دنده ترسره کړه او د خپل عمر په وروستيو کلونوکې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د رييس او د اداري فساد پرخلاف د مبارزې د ستراتيژۍ پر تطبيق باندې د څارنې د عالي ادارې د رييس په توګه په صادقانه ډول خپل هېواد ته خدمت وکړ، مړينه يې ضايعه ده.
د خپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د ارواښاد کورنۍ، خپلوانو  او دوستانو ته څرګندوم او د لوى  خداى  (ج)  له دربار څخه متوفى ته د مغفرت او پاتې کسانو  ته يې د جميل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته