ټولنه

د ډاډګيرنې پيغام

کابل_باختر_ د مرغومي د مياشتې١٠مه:
د مشرانو جرګې د رييس او غړو د ډاډګيرنې او خواخوږى پيغام
د مشرانو جرګې رییس او د مجلس غړو په خواخوږۍ سره خبرترلاسه کړی دی چې د لغمان ولایت قومي مشر، جهادي شخصیت او د اسلامي غورځنګ لاروی، په آغا لالا مشهورالحاج عبدالغیاث خان د هغې ناروغۍ له امله چې ور پېښه شوې وه؛ د 93 کلونو په عمروفات شو.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد آغا لالا نه یواځې د قوم مشر او خدمتګار و؛ بلکې د اسلامي غورځنګ یو رښتینی مبارز او د قدر وړجهادي شخصیت هم و. ده د خپل عمر ډېره او د پام وړ برخه، په ځانګړې توګه د لغمان ولایت خلکو او په عام ډول د هېواد ټولو ولسونو ته د خدمت په لاره کې وقف کړه .
د مشرانو جرګې رییس او د دې مجلس غړي د لوی خدای ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت هیله کوي او کورنۍ ته یې د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته