سیاست

د ډاډګيرنې پيغام

کابل باختر د کب اتلسمه :
د جمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم د مړينې له امله د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکترسيد مخدوم رهين د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام!
خاص د خداى (ج) بندګان يو او د هغه په لورستنيږو.
په ژورې خواشينۍ سره خبر ورکوو چې د افغانستان د ملت د جهاد او مقاومت مړينه اتل او زموږ د ملت رښتينى خدمتګار او صديق شخصيت مارشال محمد قسيم فهيم نن سهار وفات شو.
د جمهور رييس حامدکرزي له فرمان سره سم چې د خپګان په ژور احساس سره يې خبرې وکړې؛ ټاکل شوې ده په هيوادکې درې ورځې ملي ماتم پرځاى شي او ملي بيرغ نيمه ځوړند شي.
په دې وسيله له ټولو صوتي او تصوري رسنيو څخه هيله کوو چې خپل پروګرامونه سرله همدې شيبې څخه د ملي ماتم د دريمې ورځې تر پاى ته رسيدو پورې دملي ماتم په شرايطو سره عيار کړي .
مارشال محمد قسيم نه يواځې په تودومبارزوکې دملي مقدساتواو نواميسو ددفاع په برخه کې جګړې اتل و، بلګې يو داسې مړينى و چې له ديارلسو کلونو راپديخوا د بن له غونډې څخه تر نن ورځې پورې تل د سولې او د ملي تفاهم په لاره کې هلې ځلې وکړې او په مسلمه توګه هلې ځلې يې هم د تيري کوونکو پرضد د جګړې په برخه کې او هم د مقاومت په دوران کې او دغه راز د سولې اوملي تفاهم په برخه کې  خدمتونه به يې هيڅکله زموږ دملت هير نه شي.
زموږ ملت نن يو رښتينى او سرښندونکى بچى له لاسه ورکړ چې په مسلمه توګه نه شتون يې زموږ ټولو ته  دردونکى دى.
اروا يې ښاده او ياد يې تل وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته