ټولنه

د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام

کابل/ د مرغومي ٢مه / باختر
د لوړو زده کړو وزارت د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام
په ژورې خواشينې سره خبر ترلاسه شو چې د افغانستان د کرنې اوتکنالوجۍ د ملي پوهنتون رييس ډاکتر حضرت ميرتوتاخيل دهغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه په خق رسيدلى دى.
ډاکتر توتاخيل دهېواد د ځوان نسل د ښوونې او روزنې په لاره کې زياتې هلې ځلې وکړې او په بشپړ صداقت او ايماندارۍ سره يې په اکاډميکي بنسټونو کې دنده ترسره کړه .
دهغه مړينه د افغانستان اکاډميکي کورنۍ ته نه جبيره کېدونکي ضايعه ده.
د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه هيئت د خپلې ډاډگيرنې او غمشريکې مراتب د ارواښاد کورنۍ او دوستانو ته څرګندوي او د الله ج له دربار څخه ارواښاد توتاخيل ته د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبرهيله کوي.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته