ټولنه

د ډاډګيرنې اوخواخوږۍ پيغامونه رارسيدلي دي .

کابل باختر د ثور  څوارلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت په نامه په کابل کې داسپانيا دشاهي دولت دسفارت له خوا  دافغانستان  دشمال په ولايتونوکې دوروستيوسيلاونو، دسمنګانو ولايت دډبرو سکرو په يوه کان کې دچاودنې ، په پنجشير ولايت کې دځانمرګي بريد او دبدخشان  ولايت دارګو په ولسوالۍ کې دځمکې ښوئيدنې  دزړه بوږ نوونکي پيښې له امله د سر داوښتو زيانونو په اړوند د ډاډ ګيرنې  او خواخوږۍ  جلا جلا پيغامونه رارسيدلي دي
په پيغامونوکې په کابل کې  داسپانيا سفارت  ددغه هيواد ددولت دمقاماتو او خلکو په استازيتوب ددغو زړه بوږ نوونکو پيښو له امله دسرداوښتو زيانونو په مناسبت  دډاډ ګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړي دي او دغه راز  دقربانيانو  دکورنيو له غړو او خپلوانوسره دهر راز مرستې او دغه راز دافغانستان ددولت له مقاماتو اوخلکو ته د ډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته