کابل باختر دلړم دمياشتې ١٤ :
د کندز د غمجنې پېښې په اړه د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجنیر محمد خان د خواخوږۍ او ډاډګېرنې اعلامیه
تېره شپه په کندزکې د افغانستان د خلکو دښمنانو یو ځل بیا زموږ له بېګناه خلکوڅخه د سپرپه توګه کار واخیست چې له امله يې په رامنځته شوې جګړه کې د ماشومانو، ښځواو ملکي وګړو په ګډون ګڼ شمېر بېګناه هېوادوال شهیدان او ټپیان شول.
د کندز په پېښه کې د شهیدانو، ټپيانو او زیانمنو شویو خلکو له کورنيو سره د خواخوږۍ ترڅنګ ډاډ ورکوو چې د حکومت له خوا د دغه ستر بشري جنایت د رامنځته کېدو د عاملینو د پیدا کولو په موخه څیړنې روانې دي او ډیر ژر به يې عاملین په ګوته او د قانون منګلوته وسپارل شي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د کندز د والي په شمول د ولایت ټولو ملکي او نظامي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، ترڅو د شهیدانو او زیانمنو شویو وګړوله کورنیو سره د بېړنۍ مرستې ترڅنګ د ټپیانو د درملنې په خاطرسیمې ته د روغتیا پالوټیم ولیږي.
په دې پېښه کې شهیدانو ته فردوس جنت، کورنیو او خپلوانو ته يې دجميل صبرغواړم او دعا کوم چې په هېوادکې مو د امن فضاء خپره او دغه ځوریدلی ملت نور له دا ډول زړه بوږنوونکو پېښوڅخه خلاصون ومومي.
0 1 دقیقه لوستل