کابل/ د مرغومي ۵مه/ باختر
په وروستیو اوونیو کې هدفي وژنو د هېوادوالو ګڼې اندېښنې راټوکولي دي. په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې د ډار فضا خپره ده. له یوې خوا د ډار فضا او له بلې خوا د سولې اجنډا؛ دوه متضاد حرکتونه.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
که په وروستیو اوونیو کې هم په کابل کې او هم په نورو ښارونو کې رامنځ ته شویو وژنو ته کتنه وکړو؛ نو تر ډېره داسې څوک په نښه شوي دي چې هغوی مطرحې څېرې دي او د مطرحو څېرو وژل تل غبرګونونه پاروي، ټولنې ته ټکان ورکوي، د خلکو احساسات زیانمنوي. په تېرو څو پېښو کې خبریالان ووژل شول، هغه خبریالان چې سیاسي خپرونې یې پر مخ وړې، ټلویزیوني او راډیویي پروګرامونه او رپوټونه یې جوړول او خپرول، له ملي او نړیوالو رسنیو سره یې کار کاوه. ځیني ګڼي چې ترهګرې ډلې یوازې دولتي مامورین په نښه کوي؛ خو که موږ دغو پېښو ته کتنه وکړو، نو دوی یو هم په دولتي اداره کې کار نه کاوه. یوسف رشید د آزادو او رڼو انتخاباتو د بنسټ اجرایي مشرو او دا یو غیر دولتي بنسټ دی، فعالیت یې هم له سیاست سره کوم تړاو نه لاره. د ده د فعالیت موخه په انتخاباتو کې د درغلیو مخنیوی و، د انتخاباتو په بهیر کې د عدالت او روڼوالي تامینول وو؛ خو دی مشهور و، تل به په رسنیو کې غږېده او تحلیل به یې وړاندې کاوه، زړه ور غږېده او منطقي غږېده.
همدارنګه ملاله میوند هم یوه ویانده او خبریاله وه. الیاس داعي هم خبریال و او د هلمند په اړه یې رپوټونه برابرول او خپرول. یماسیاوش هم یو مهال سیاسي خپرونې پرمخ وړې. داسې ښکاري چې ترهګرې کړۍ مشهورې څېرې په نښه کوي، برید پرې کوي او وژني یې. د ترهګرو لپاره دا مهمه نه ده چې څوک په دولت کې کار کوي او څوک په غیردولتي برخه کې.
د ترهګرو کړیو موخه دا ده چې په ټولنه کې د مشهورو اومطرحو څېرو په وژلو سره د ډار او وحشت فضا رامنځ ته کړي، خلک ناهیلي کړي، له دولته یې لرې کړي، خولې یې ورچوپ کړي او داسې وضعیت رامنځ ته کړي چې خلک له خپل سیوري وډار شي، خولې وګنډي او سترګې پټې کړي. دغه راز حالت د ترهګرو په ګټه دی. د هغوی د فعالیت اصلي موخه د ډار او وحشت فضا رامنځ ته کول دي. ترهګري، ډار دی ، ویره ده او وحشت دی. هرڅومره چې فضا خړه پړه وي، همغومره د ترهګرو په ګټه ده.
پوښتنه دا ده چې څه باید وشي؟ منو چې دې پوښتنې ته ځواب ویل ساده او آسانه کار نه دی. دا خورا ستونزمنه او پېچلې پوښتنه ده؛ خو که موږ اوسني وضعیت ته لږ ژور وګورو؛ نو هرومرو دې پایلې ته رسېږو چې اصلي ستونزه د جګړې دوام دی. ترهغو چې جګړه و نه درېږي، اوربند ونه شي؛ نو د دغه راز وژنو مخنیوی ګران دی. تر ټولو ناوړه خبره دا ده چې هېڅوک د دغه راز وژنو مسوولیت نه اخلي. دا خپله جوتوي چې یو شمېر مغرضې ترهګرې ډلې غواړي جګړه دوام ومومي او دوی ترې ګټه پورته کړي. دې اړخ ته په کتو باید لومړی جګړه ودرول شي. له دې امله د سولې خبرو د اجنډا په سرکې باید د جګړې درول او د اوربند ټینګول ځای ونیسي. دا تر ټولو مهمه خبره ده. نورمسایل د خبرو په نورو پړاوونوکې حل کېدای شي. د ډار او وحشت اوسنۍ فضا باید پای ومومي.
ن.ش.