د ډاراچوونکود ډلې يوسرګروپ له دوو تنو افرادوسره يې په کندز کې ووژل شو

کابل باختر دوري دمياشتې ٦ نيټه :
دکندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې پرون د ډاراچوونکو د ډلې يوسرګروپ له دوو تنو افرادو سره يې ووژل شو.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي باخترآژانس ته وويل  دغه ډاراچوونکي  دهېواد دپوځيانو په هوايي بريد کې ووژل شول.
په  وژل شويو کسانو کې د ډاراچوونکو د ډلې يو سيمه ييز سرګروپ ملا ذوالفقار
هم شامل دى. جمشيدي زياته کړه په دغه هوايي بريدکې اووه تنه نور ډاراچوونکي ټپيان شول او د دښمن درې سنګرونه له يوې قرارګاه سره له منځه وړل شوي  دي.
پاى   عطاالله   ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته