د ډاد ګيرنې پيغام !

 کابل باختر د وږي پنځلسمه :
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د مشرتابه هيئت د ډاډګيرنې پيغام!
د اطلاعاتو اوفرهنګ ووزارت د مشرتابه هيئت د تېرماښام  د هغو تروريستي پېښو د شهيدانو له کورنيو سره د خپلې غمشريکۍ  او ډاډ ګېرنې مراتب څرګندوي چې؛ دکابل په دشت برچې کې رامنځته شوې .
تېرماښام دکابل د دشت برچې په ساحه کې د دوو ځانمرګو  بريدونو له امله د طلوع  نيوز تلويزيون  د خبريال صميم فرامرز او د تصوير اخېستونکي رامز احمدي په ګډون زموږ يو ويشت تنه هېوادوال شهيدان او  د څلورتنو خبريالانو په ګډون نوي تنه نور ټپيان شول .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه هيئت  د طلوع  نيوز تلويزيون د خبريال صميم فرامرز او د دغه تلويزيون  تصوير  اخېستونکي رامز احمدي کورنيو ، رسانه يي  ټولنې اود دغو زړه بوږ نوونکو  پېښو  د نورو شهيدانو کورنيو ته د ډاډ ګېرنې او غمشريکۍ مراتب څرګندوي او ټپيانو ته د لوى  خداى ( ج )  له دربار څخه د  بيا روغتيا هيله کوي .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د مشرتابه هيئت  په ملکي بنسټونو ، لوبغالو ، فرهنګي رسانه يي اوتعليمي بنسټونو او په مقدسه اماکنو بريد د اسلامي او انساني اصولو او ارزښتونو پرخلاف بولي او دغه شان ډار اچوونکي عملونه په ډېرو سختو ټکو غندي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه هيئت ټينګار کړى دى چې؛ دغه شان وحشيانه بريدونه د تور زړو تروريستانو په وړاندې د خلکو کرکه او نفرت لاپسې زياتوي او دغه غير اسلامي  عملونه، نه شي کولاى په هېواد کې د بيان د ازادۍ  د ارزښتونو او د فرهنګي فعاليتونو خنډ شي .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د مشرتابه هيئت د هېواد د امنيتي بنسټونو له مسوولانو څخه غواړي چې؛ د دغه شان ډار اچوونکو بريدونو عاملان وپېژني او د قانون منګولو ته ېې وسپاري  او دغه راز د ځانمرګو بريدونو او د نورو پېښو د بهير  د رپوټ  د برابرولو په وخت کې د خبريالانو او تصوير اخېستونکو د امنيت د لاښه  تامينولو په خاطر لازم تدبيرونه ونيسي .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته