د ډآډګيرنې پيغام
کابل /د غبرګولې ٩مه /باختر
د البيروني پوهنتون د استادانو د شهادت په اړه د لوړو زده کړو د وزير د ډاډ ګيرنې اوخواخوږى پيغام.
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د البيروني پوهنتون دوه تنه استادان پرون په يو تروريستي بريد کې شهيدان شول.
په دې پېښه کې چې د البيروني پوهنتون د استادانو د سپرلۍ پرموټر په واټ کې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوه د البيروني پوهنتون د رياضي ديپارتمنت استاد پوهنيار نوراحمد احمدي او د دغه پوهنتون د طب پوهنځي استاد پوهنيار ډاکتر ميوند فاروق شهيدان او د البيروني پوهنتون يو شمېر نور استادان ټپيان شول.
د لوړو زده کړو وزير اود لوړو زده کړو وزارت مشرتابه هيئټ په ملکي کسانوپه تېره بيا په استادانواو د علم او پوهې د لارې پرلارويانو دغه تروريستي بريد غندي.
دغه راز د خواخوږى په څرګندولو سره د الله (ج )له دربار څخه د شهيدانو کورنيو ، دوستانو په تېره بيا د البيروني پوهنتون مشرتابه هيئت او استادانوته د جميل صبر ، شهيدانوته د فردوس جنت او د دغې پېښې ټپيانوته د سملاسي روغتيا هيله شوې ده .
ختم-ج –ا