د چین په یوه زندان کې د وفات شوي افغان زنداني جسد هېواد ته را انتقال شو

کابل، د کب ۲۴مه، باختر

اسلامي امارت د چین هېواد په یوه زندان کې د وفات شوي افغان زنداني جسد د را انتقالولو خبر ورکړی دی.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد پر خپله اکس پاڼه ليکلي؛ هغه یوتن افغان بندي (عبدالله د مولان قول زوی) چې ۱۳ میاشتې وړاندې د چین هېواد په یو زندان کې وفات شوی وو، جسد یې هېواد ته را انتقال کړای شو.

سرچینې زیاته کړې، چې د نوموړي جسد د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په چین کې د اسلامي امارت د لوی سفارت په هڅو کابل ته را انتقال او خپلوانو ته یې وسپارل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته