د چین لپاره د افغانستان سفیر په شانګهای کې د دغه هېواد نړیوال اووم ننداتورن کې ګډون وکړ

کابل، د لړم ۱۹مه، باختر 

په چین کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت د هغه هېواد په شانګهای ښار کې د چین اووم نړیوال نندارتون کې د افغان سفیر مولوي بلال کریم د ګډون خبر ورکړی دی.

یاد سفارت پر خپله اکس پاڼه لیکلي چې نوموړي په دغه نندارتون کې د ګډون پر مهال د افغان سوداګرو له غرفو څخه، چې د افغانستان د وچې میوې بېلابېل ډولونه لکه مختلف النوع بادام، د زردالو کِشته، جلغوزي، انځر د د دې ترڅنګ (زعفران، شیرین بویه، یارلنګ او نور) او همدارنګه لاسي صنایع لکه غالۍ او د قیمتي ډبرو لاجوردي مصنوعات یې په کې نندارې ته ایښودل شوي وو لیدنه کړې ده.

د سرچینې د مالوماتو له مخې  افغان سوداګرو په دغه کتنه کې د اسلامي امارت له سفیر څخه چین ته د افغان صادراتي توکو د لېږد پر مهال د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه کړې.

په ورته وخت کې د چین لپاره د افغانستان سفیر د دغې کتنې پرمهال افغان سوداګرو ته د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو مسائلو په اړه مالومات ورکړي 

او له خپله اړخه یې د بشپړې همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

نوموړي همدارنګه د افغان سوداګرو غوښتنې، ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او د حل په اړه یې د لاډېرو هڅو ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته