د چيچني اوپاکستاني اتباعو په ګډون پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل  باخترد  ثور دمياشتې  ٢٢ :
دچيچني اوپاکستاني اتباعو په ګډون، د دولت پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان دغزني ولايت دګيرو په ولسوالۍکې ووژل شول.
دغه کسان دافغان دګډو ځواکونودعملياتو په بهيرکې چې تېره شپه ترسره شول؛ ووژل شول.
دغزني ولايت د رسنيو مسوول نبي  جان باخترآژانس ته وويل :
طالبانو غوښتل چې دګيرو په ولسوالۍ بريد وکړي او افغان امنيتي ځواکونو  د دوى د ناوړه پروګرام د شنډولو په خاطر چې غوښتل يې دغه ولسوالۍ ونيسي؛   دطالبانو د راټوليدو په سيمو عمليات ترسره کړل چې په بهيرکې يې دپاکستاني او چيچني طالبانو په ګډون، پنځه ويشت  تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه چې دطالبانو سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي.
د يادونې وړده چې ددغو عملياتو په بهيرکې امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته  زيان نه دى رسولى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته