د چين فنګویان لمټیډ شرکت د نفتو کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه

کابل، د سلواغې ۱۳مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د چین د «فنګویان لمټیډ» شرکت له رئیس سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې ‏په دې کتنه کې، د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې د شته فرصتونو او په هېواد کې د سراسري امنیت په اړه خبرې شوې دي.
دغه راز د یاد شرکت رئیس د هېواد د نفتو د کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې او ویلي يې دي چې د «فنګویان لمټیډ» شرکت ‏د عصري وسایلو او متخصصو کارمندانو په لرلو سره، د اکتشاف په برخه کې د ۲۰۱۳ ميلادي کال راپدېخوا د قرغزستان د نفتو د استخراج او پروسس په برخه کې فعاليت کوي.
‏د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم، د یاد شرکت له مسئول څخه غوښتنه کړې چې خپله طرحه او پروپوزل دې وړاندې کړي.
هغه په هېواد کې د ياد شرکت د پانګونې هرکلی کړی او د لازمو همکاریو ژمنه ورسره کړې ده.
تر دې وړاندې هم څو چينايي کوچنيو او لويو شرکتونو د افغانستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتيا څرګنده کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته