د چين سفير: دکرنې او د باميانو د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په برخه کې همکاري کوي

کابل باختر دوري دمياشتې ٧ نيټه :
په افغانستان کې د چين سفير د کرنې ، د لرغونو آثارو د ترميمولو او د ساتنې  او د دغه هېواد له پوهنتونونو سره د باميانو پوهنتون د اړيکو په برخو کې د خپل هېواد د هر اړخيزو همکاريو خبر ورکړ .
د باخترآژانس  د خبريال  د خبرله  مخې ؛   په  افغانستان کې  د  چين سفير پرون د باميانوولايت ته په سفرکې د باميانوپه ښارکې په يوه خبري کنفرانس کې وويل  چې  چين  چمتو دى  څو دکرنې ، د لرغونو ساحو او د اثارو د ترميمولو اوساتنې په برخو کې  د باميانو له ولايت  سره همکاري وکړي.
ده په افغانستان کې   د سولې په اعاده کولو  کې د خپل هيواد د همکاريو  ژمنه وکړده  او ويې ويل ؛  د چين دولت د افغانستان دښه  ګاونډي په توګه  تل هلې ځلې کوي  چې په دغه   هېواد کې له   وسله والو مخالفينوسره د سولې زمينې برابرې کړي اوله کوم ځانګړي لوري سره له ملاتړ پرته په دې برخه کې همکاري کوي .
د باميانو والي محمدطاهر زهير  هم دکرنې او په تېره بيا دباميانو پوهنتون په برخو کې د چين د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه او له  چيني مقاماتو څخه يې وغوښتل  چې له باميانو ولايت سره  د لرغونو ساحو د ساتنې اوبيارغاونې په برخو کې همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته