پيکينګ پرس ټي وي باختر دزمري د مياشتې ٢٢ :
د چين د رسنيو د خبرله مخې: د دغه هېواد د بريښنا په يوه مرکزکې د چاودنې له امله يوويشت تنه ووژل شول .
د چين دولتي ټلويزيون خبر ورکړ: دغه چاودنه د پنجشنبې په ورځ د هوبئي ولايت د دانګ يانګ ښار د بريښنا په يوه مرکزکې رامنځته شوې ده .
دهمدې خبر له مخې: په دې چاودنه کې پنځه تنه ټپيان شوي دي چې د دريو تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
په دغه مرکزکې دمرستې او ژغورنې عمليات دوام لري او چينايي مسوولين د دغې چاودنې په څيړنې بوخت دي.
سره له دې، ويل کيږي چې د چاودنې علت د فشار په يوه نل کې نيمګړتيا وه .
1 د یوې دقیقې څخه لږ