د چين حکومت د آسيا د زړه د کنفرانس جوړيدل وستايل

بيجينګ باختر د لړم لسمه :
دچين حکومت دآسيا دزړه په نامه کنفرانس چې افغانستان د هغه د اجندا په سرکې ځاى  درلود؛ وستايه او هغه يې د افغانستان لپاره مثبت بللى دى.
د باخترآژانس د خبر له مخې: دغه کنفرانس پرون د سيمې د شپاړلسو هيوادونو د بهرنيوچارو د وزيرانو په ګډون په بيجينګ کې جوړ شو.
چينايي مقامات وايي چې په دې کنفرانس کې په افغانستان کې د اقتصادي ثبات په مقصد بېلابېل پروګرامونه ومنل شول چې د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان حکومت  وکولاى شي په دغه هيوادکې سوله او ثبات تامين کړي .
  دچين دبهرنيو چارو وزير وانګ لي خبريالانو ته وويل: په دې کنفرانس کې د سوداګرۍ، پانګونې او د پوهنې په ګډون په بېلابېلو برخوکې د شپږ څلويښتو پروګرامونو په باب موافقه وشوه .
ده د آسيا د زړه کنفرانس بريالي وباله او د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفينو څخه يې وغوښتل چې د سولې له بهير سره دې يوځاى شي .
د چين د بهرنيو چارو وزير وويل: موږ د طالبانو په ګډون په افغانستان کې له ټولو اړخونو څخه غواړو چې له دغه فرصت څخه دې استفاده وکړي او يو تصميم ونيسي. له جګړې څخه دې لاس واخلي او  په راتلوونکي دې تمرکز وکړي او يوې سياسي موافقې ته د رسيدو لپاره دې ډير ژر په ګډه د افغانستان د سوله ئيزې  پرمختيا په باب خبرې وکړي.
په پروني کنفرانس کې د افغان او چينايي مقاماتو په ګډون سربېره  د پاکستان ، هند  او د روسيې د هيوادونو او د سيمي د نږدې لسو نورو هيوادونو او په افغانستان کې د ملګروملتو د سازمان ځانګړي استازي يانکوبيش برخه اخستې وه .
  د افغانستان  جمهور رييس محمد اشرف غني د چين په بيجينګ ښارکې وويل:  سوله د افغانستان  د حکومت ډير ستر لومړيتوب دى او ده له افغان طالبانو څخه وغوښتل  چې د سولې  له خبرو سره دې يوځاى شي .
دچين صدراعظم هم د جمهور رييس غني دغه غوښتنه تکرار کړه او له افغان وسله الو مخالفينو څخه يې وغوښتل چې د سولې په خبروکې دې ورګډ شي .
د افغانستان او پاکستان  لپاره دامريکا ځانګړي استازي دن فلدمن په دې کنفراسن کې ګډون  کړى و او له جمهور رييس غني سره يې د افغانستان او د سيمې د حالت په باب خبرې کړې دي .
دغه راز دافغانستان د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني د آسيا د زړه په کنفرانس کې ويلي دي چې همدا اوس دافغانستان په سلوکې ٩٠ خاوره د افغان  امنيتي ځواکونو ترکنترول لاندې ده او هيله کيږي چې په راتلوونکي ګام کې د ټول هيواد امنيتي مسووليت په غاړه واخلي .
چين له دې پلوه انديښنه لري چې په افغانستان کې نا آرامۍ ښايي د چين په شمال لويديځ کې د سين کيانګ نا آرامې سيمې ته سرايت وکړي؛ هغه ځاى چې د ايغور مسلمانانو په وروستيو مياشتوکې يولړ بريدونه ترسره کړي دي.
د چين حکومت ويلي دي چې د افغانستان جمهور رييس ژمنه کړې ده چې د چين  دحکومت پرضد د يوې ډلې په وړاندې چې د ختيځ ترکستان د اسلامي حرکت په نامه بلل کيږي؛ مرسته کوي خو دا معلومه نه ده چې دغه سازمان په افغانستان کې کومه اډه لري اوکه څنګه؟
په داسې حال کې چې امريکا او چين د آسيا آرام سمندر په سيمه کې د نفوذپه باب سيالي لري؛ واشنګټن په افغانستان کې د چين د ورځ په ورځ  زياتيدونکي رول هرکلى کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته