ټولنه

د چورې ولسوالۍ خلګ وايي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

کابل  باختر د غويي د مياشتې ١ نېټه
نږدې دوې اونۍ کېږي چې وسله والو طالبانو د روزګان ولايت پرچورې ولسوالۍ ټولې لارې تړلي او هیڅوک نه پرېږدي چې ولسوالۍ ته څه ولېږدوي او یاهم تګ او راتګ وکړي.
د دغې ولسوالۍ یوشمېر خلکو د ټلیفون پرکرښ باختر اژانس ته وویل چې د
ولسوالۍ خلګ د ټولو خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ شوي دي .
دوی له طالبانو او حکومت څخه غواړي چې د ولس پر سر دې لوبې نه کوي او
د خلګو ستونزې دې حل کړي.
په ورته وخت کې ولایتي اداره هم ستونزې مني او وايي چې د ستونزې د حل په
موخه لاس په کار شوي دي.
د والي ویاند دوست محمت نایاب باختر اژانس ته وویل چې، دوی یوشمېر کسان
لیږلي او د طالبانو سره د یادي ستونزي پرحل خبرې روانې دي.
دنایاب په وینا چې دوی هیله مند دي چې ستونزه به ژر ترژره حل شي خو وايي
که حل نه شي دوی به دهوا له لارې د ولسوالۍ خلګو ته خوراکي توکي ولېږدوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم پرچورې او یوشمېر نورو ولسوالیو
د طالبانو له لوري لارې تړل شوې وې چې ټول زیان يې ملکي وکړو ته اووښت.پاى_ وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته