ټولنه

د چغچران ماشومانو د سردار احمد او د هغه دکورنۍ د غړو د وژلو عاملين وغندل

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٤
يو شمېر ماشومانو نن د غور ولايت په مرکز چغچران ښارکې لاريون وکړ او د کابل سرينا هوټل د پيښې عاملين چې دوه تنه ماشومان هم پکې ووژل شول؛ په کلکه وغندل.
په کابل سرينا هوتل د و له والو مخالفينو په بريدکې چې د نوروز په شپه ترسره شو؛ افغان خبريا سردار احمد له خپلې ميرمنې او دريو ماشومانو او له يوبل افغان او څلورو بهرنيانو سره ووژل شو.
په دې لاريون کې په لسګونو تنو ماشومانو په داسې حال کې چې د سردار محمد او د هغه د ماشومانو د عکسونه په ليږدولو سره يې شعارونه ورکول چې (زموږ قاتلين زموږ ورونه نه دي. جمهور رييس دې زموږ قاتلينوته د ورونوخطاب ونه کړي او مړه دې وي هغه کسان چې بې ګنا ماشومان او خلک وژني) د شعارونو په ورکولوسره.
يو ماشوم نثاراحمد په سرينا هوتل کې د دوو ماشومانو د وژل کيدوله امله د خواشينۍ په څرګندولو سره وويل: موږ غواړو ښوونځي ته لاړ شو او ښه راتلوونکي ولرو. مهرباني وکړئ موږ مه وژنئ، ماشومان بې ګناه او معصوم انسانان دي او د هغوى وژل ګناه ده.
ده زياته کړه چې د سرداراحمد دريوماشومانوهيله لرله چې لوى شي او د خپلې کورنۍ ترڅنګ وي خو ډار اچوونکو هغوى په بې رحمۍ سره ووژل.
يو شمېرخبريالانوهم په دې غونډه کې ګډون کړى و او د خبريال او د هغه د کورنۍ د وژلو عاملين يې وغندل.
د غور ولايت يو خبريال سيدمتين وويل: موږ د سرداراحمد او د هغه د ماشومانو د وژنې عاملين په کلکه غندو اودغه وحشيانه عمل ښيي چې ډار اچوونکي په هيچا او آن په ماشومانو هم رحم نه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته