کابل، د تلې ۱۰مه، باختر
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص، ننګرهار ته د خپل سفر په بهیر کې، د دره نور ولسوالۍ د چاپېریالي وضعیت ارزونه کړې ده.
باختر آژانس ته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې؛ مولوي مطیع الحق خالص د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ له مسئولینو او خلکو سره د دغې ولسوالۍ د چاپېریالي ارزښت؛ ساتل شویو سیمو، طبیعي ځنګلونو او وحشي ژوو او الوتونکو د ارزښت، ساتنې او ښکار د مخنيوي په اړه خبرې کړې دي.
دغه راز د دره نور ولسوالۍ مسئولینو او قومي مشرانو خپلې ستونزې او غوښتنې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رئیس سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې کړې ده.
مولوي خالص یادو مسئولینو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړی چې د امکاناتو په حدودو کې به، د هغوی ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وشي.