سیاستخبرونهTOP

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئيس، د اور وژنې سیستمونو د فعالولو په برخه کې د چين د همکارۍ غوښتنه وکړه

کابل، د تلې لومړۍ نېټه، باختر
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص نن، په کابل کې د چین سفارت له شارژدافیر بائو يوهوی سره کتلي دي.
باختر آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئيس په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د چين جمهوریت د همکاريو مننه کړې او ويلي يې دي چې افغانانو د تېرو څو لسیزو جګړو له امله، په هره برخه کې ډېر زیانونه لیدلي چې د افغانستان چاپېریالي وضعیت، ځنګلونو او وحشي ژوو ته هم زیات زیان اوښتی او په دې برخه کې د زياتو همکاریو اړتيا ده.
مولوي خالص زياته کړې چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او سازښت په برخه کې که د رهبرۍ په کچه چین هېواد ته د دې ادارې د مسئولینو د سفر زمینه برابره شي؛ نو د تجربو د انتقال په برخه کې به ګټوره وي.
هغه څرګنده کړې ده: د چاپېریال ساتنې ملي اداره اوسمهال د ۱۶ چاپېریالي کنوانسیونونو غړیتوب لري چې له بده مرغه په نړيوالو چاپېریالي کنفرانسونو او غونډو کې ورته د ګډون بلنه نه ورکول کېږي، په نړيواله کچه د چین جمهوريت اغېزمنتیا ته په کتو باید په نړيوالو چاپېریالي غونډو کې د دې ادارې د مسئولینو د سفر زمینه برابره شي؛ ترڅو وکولی شي د افغانانو ستونزې تر نړیوالو ورسوي.
مولوي خالص خبرداری ورکړی؛ که چېرې د اقلیمي بدلون له امله افغانان زیات متضرر شي او نړيوال یې لاسنیوی و نه کړي؛ نو نړيوالو ته به یې هم ډېر زیانونه ورسېږي چې بیا به یې جبران ډېر سخت او په یوه لویه ننګونه بدل شي.
هغه د چین سفارت له شارژدافیر څخه په تخنیکي برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د تجهیز، په ځنګلونو کې د اورلګېدنې د خبرداري او اور وژنې سیستمونو فعالولو او پاکې انرژۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د چین سفارت شارژدافیر هم، چین او افغانستان دوه دوست هېوادونه ياد کړي او له افغانستان سره يې د خپل هېواد د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.
هغه زياته کړې چې د امریکا لخوا د شل کلن اشغال په بهير کې، د نورو ناخوالو سربېره د افغانستان چاپېریال هم تر ډېره بريده زيانمن شوی دی؛ چې امریکا بايد دغه زیانونه جبران کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته