سیاستخبرونهTOPټولنه

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: په ټوله نړۍ کې ایکوسیستمونه له ګواښ سره مخ دي او طبیعي چاپیریال د ویجاړېدو په حال کې دی

کابل، د غبرګولي ۱۶مه، باختر

د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ نن د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د یو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو او نړیوالو سازمانونو او بنسټونو د استازو په ګډون په پلازمېنه کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست حافظ عزیز الرحمن په یاده غونډه کې وویل چې د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې د افغانستان رول په نشت حساب دی؛ خو د دې پدیدې له ناوړه اغیزو څخه ډېر اغېزمن هېواد دی او دا یې پر نړیوالو حق دی، چې په دې برخه کې د افغانانو بشپړ ملاتړ وکړي او د اقلیمي بدلون له خطرونو سره د مبارزې برخه کې د افغانستان ځنډول شوې پروژې ژر پیل او تطبیق کړي.

نوموړي څرګنده کړه، چې په ټوله نړۍ کې ایکوسیستمونه له ګواښ سره مخ دي او طبیعي چاپیریال چې د انسان د ژوند سرچینه ګڼل کیږي د ویجاړېدو په حال کې دی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست همدارنګه وچ او نیمه وچ اقلیم، پر طبیعي زېرمو ولاړ اقتصاد، دوامداره وچکالي، د عامه پوهاوي کچې ټيټوالی، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې طبیعي پېښې، د اشغال او جګړو پر مهال د ممنوعه وسلو کارول او د نړیوالو سازمانونو د کافي همکارۍ نشتون د افغانستان د چاپېریال زیانمنېدو د عواملو په توګه یاد کړل.

نوموړي زیاته کړه، چې د اوبو، هوا او خاورې ککړتیا، د نړیوالې تودوخې زیاتوالی، د اقلیم بدلون، وچکالي، ناڅاپي سېلابونه، د ځمکې او ځنګلونو تخریب، د خاورې تخریب او د ایکوسیستمونو او ژوند بڼو له منځه تلل؛ په افغانستان کې عمده چاپېریالي ننګونې دي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په یاده غونډه کې وویل چې افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه د نړۍ له زیانمن شویو هېوادونو څخه دی او د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله یې چاپېریال ته سخت زیان اوښتی دی.

هغه زیاته کړه، چې چاپېریال د نړۍ د صنعتي قدرتونو له حده زیاتې ګټې اخیستنې له امله تر بل هر وخته له زیات خطر، حتی نابودۍ سره مخ دی.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال له رسنیو، ځوانانو، تعلیمي ادارو، علماوو او متنفذینو څخه غوښتنه وکړه، چې د چاپېریال ساتنې برخه کې د عامه پوهاوي لوړولو لپاره هڅې وکړي.

په غونډه کې همدارنګه د کور او ښار جوړولو او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارتونو سرپرستانو، د اوبو او انرژۍ وزارست ستر سلاکار او د نړیوالو سازمانونو استازو د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د شته ننګونو په لمنځه وړلو او د یوه سالم چاپېریال رامنځته کولو په موخه په ګډ کار ټینګار وکړ او په یوه خوله یې له نړۍ څخه غوښتنه وکړه، چې د چاپېریال ساتنې موضوع ته سیاسي بڼه ور نه کړي او په دې برخه کې د افغانستان مسلم حق ته ژمن پاتې شي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له لوري د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې افغانستان د ۱۶ نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو او پروتوکولونو غړیتوب لري او اوسمهال د نړیوالو سازمانونو له مالي او تخنیکي ملاتړ پرته د یادو کنوانسیونونو موخې او مکلفیتونو پلي کولو ته په ژمنتیا سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته