کابل، د زمي ۲۳مه، باختر
د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې نن د چاپېریال ساتنې ملي اداري چارواکو د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غونډې پرمهال د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د یادې اداري مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد په یاده غونډه کې وویل چې د چاپېریالي ککړتیاوو کمولو او مخنیوي په موخه، په ټولیز ډول د ښارګوټو، لوړپوړیزه ودانیو، د ودونو تالارونو، کارخونو، د خښتو بټیو، رېګرېشنونو او مختلفو اصنافو له ۲۲زره ۳۲۸ فعالیتونو څخه څارنه شوې، چې له دې جملې څخه ۱۴زره ۸۲۵ فعالیتونه له چاپېریالي معیارونو سره برابر پېژندل شوي، ۱۵۸۱ فعالیتونه اصلاح او د ۲زره ۸۴۹ نورو فعالیتونو د اصلاح لپاره اړینې سپارښتنې شوي دي.
عابد همدارنګه وویل چې په تېر کال کې د څه باندې یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت، د چاپېریالي پروژو د تطبیق په موخه، له غیر امارتي موسسو سره د همکارۍ پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک او له تطبیق څخه یې څارنه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د بند امیر ملي پارک، د پکتیا مندهیر، واخان او د قول حشمت خان په څېر د ساتل شویو ساحو له فزیکي او بیولوژیکي وضعیت څخه څارنه، د نورستان د ملي پارک د بایوفزیکي او اجتماعي سروې پیلول، د ۱۷ زره ۲۱۶ مختلف النوع مرغانو او ۲۵ وحشي حیواناتو د قاچاق مخنیوی او په بلخ او فراه ولایتونو کې د ندالشبأ او الغرافه د وحشي حیواناتو د نسلګیرۍ له فارمونو څخه څارنه؛ په وروستي یوه کال کې د دې ادارې له نورو لاسته راوړنو څخه دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال همدارنګه وویل چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اړوند ۳۲ پروژې تعليق شوې، چې د تېر يوه کال په موده کې له دې جملې څخه ۸ پروژی يې له اړوندو نړيوالو بنسټونو سره تر خبرو اترو وروسته د تعليق له حالت څخه ايستل شوې دي.
هغه زیاته کړه، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د تېره یوه کال په موده کې په عامه او خصوصي سکتور کې د ۱۵۲۰ فعالیتونو او بېلابېلو پروژو د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو ارزونه شوې، چې له جملې یې ۱۴۹۸ پروژې او فعالیتونه تایید او چاپېریالي اجازه لیک یې ترلاسه کړی او پاتې ۲۲ پروژې او فعالیتونه د چاپېریالي معیارونو د نه مراعتولو له امله رد شوي دي.
هېره دې نه وي، چې د یادې ادارې اړوند د ۶ تقنیني او پالېسۍ سندونو بیاکتنه او تعدیل، د امارتي ادارو په ۱۳ تقنیني او پالېسۍ سندونو کې د چاپېریالي موضوعاتو شاملول، د ژوند بڼو ملي ستراتېژۍ نوي کول، د پنځه کلن پراختیایي پروګرام او د مرکز او ولایتونو لپاره د ۴۷ عملیاتي پلانونو چمتو کول؛ په تېر کال کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نور مهم فعالیتونه په ګوته شوي دي.
8 2 دقیقې لوستل