د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې خبرتیا
کابل/ باختر/ د وږي ۲۴ مه
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې خبرتیا
د چاپېریال ساتنې ملي اداره د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له هغه نوښت څخه هرکلی کوي چې د چاپېریال ساتنې په موخه یې له پلاستیکي موادو څخه د ملي شورا د نوماندانو د انځورونو د چاپولو د مخنیوي په خاطر، له انتخاباتي کمپاینونو وروسته د نوماندانو عکسونه راټولوي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره له ټولو نوماندانو څخه غواړي چې خپل انځورونه دې پر پلاستیک لرونکو موادو چاپ نکړي؛ ځکه پلاستیکې توکي د چاپېریال ویجاړوونکي دي او د هېواد په ښارونوکې جدي ستونزې رامنځته کوي. نو هیله ده چې ټول نوماندان له دې چارې ډډه وکړي او د انتخاباتي کمپاین په پای کې دې له ښارونو څخه خپل عکسونه او اعلانونه را ټول کړي.
پای – ج