کابل باختر دوږي ديارلسمه
د وزیرانو شورا له پریکړې سره سم او د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال د په لارښوونه د وزیرانو شورا د دار الانشا د رئیس نصرالله ارسلایي تر مشرې لاندې د چابهار د هوکړه لیک د عملي کولو د طرحې په اړه غونډه
و شوه .
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوې دى.
په دې غونډه کې د وزیرانو شورا د دارالانشا رئیس نصرالله ارسلایي سربیره د ترانسپورت وزارت مالي او اداري مرستیالې اودمالیې، کورنیو چارو، سوداګرۍ او صنایعو، کډوالوچارو، بهرنیو چارو وزارتونو او د ځمکو او محلي ارګانونو خپلواکو ادارو استازو ګډون کړې وو.
د غونډې په پيل کې د چابهار د هوکړه لیک د تطبیقي پلان اجرائیوي طرحې په اړه چې د اړوندو ادارو په مرسته د ترانسپورت وزرات په مشرې چمتو شوې وه په هر اړخیزه توګه تر بحث لاندې ونیول شوه او د لا بډاینې په اړه یې خبرې او بحثونه وشول.
د غونډې ګډونوالو چمتو شوې طرحه تائید کړه خو د څو اړوندو ادارو د مالي اړتیاوو د نه په ګوته کیدو له امله د غونډې غړو یاده طرحه راتلونکې غونډې ته وځنډوله. او پریکړه وشوه چې د کابینې له لارښوونې سره سم دې تخنیکي او مسلکي څېړنې بشپړې شي او د هوکړه لیک ټول موارد دې چمتو او د یوې واحدې پروژې په چوکات کې د یوې ځانګړې کمپنۍ له لوري عملي شي.
په پای کې پریکړه وشوه چې د دوو اوونیو په ترڅ کې دې دغه طرحه بشپړه او په راتلونکې غونډه کې د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال تر تائید وروسته وزیرانو شورا ته وړاندې شي تر څو په دې اړه جدې او عملې اقدامات ترسره شي.پاى- ع
1 1 دقیقه لوستل