د څه باندې ۹۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې پیل شوې
کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د کابل ښاروالۍ له لوري د ۹۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت، د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې، له يو څه ځنډ وروسته نن بیا پیل شوې.
باختر آژانس ته د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې؛ د دغې ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر، ويلي چې د کابل- لوګر سړک پاتې برخه د ښار په دننه کې موقعیت لري چې د جوړولو چارې یې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د پرېکړې له مخې، کابل ښاروالۍ ته سپارل شوې دي.
د کابل- لوګر سړک لومړۍ برخه (له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې) د اووه کیلومترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې په معياري ډول جوړېږي او چارې به يې په دوو کلونو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک کابل د جنوب او جنوب ختیځ له شپږو ولایتونو سره نښلوي او د اقتصادي ارزښت ترڅنګ، د ګڼه ګوڼې د کمښت او د ترافیکي زیربناوو رامنځته کولو په برخه کې به هم ګټور تمام شي.