خبرونهاقتصادټولنه

د څه باندې ۱۸میلیونه افغانیو په ارزښت، په خوست کې اته پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د غويي ۲۲مه، باختر 

د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت، په خوست کې د چکډمونو اته پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال ویلي چې د افغانستان خلک باید د اسلامي نظام قدر او ملاتړ وکړي؛ ځکه د دغه نظام تر چتر لاندې هم امنیت او هم د اقتصادي پرمختګ ښه زمینه برابره شوې ده.

د منصور په وینا، په خوست ولایت کې ټولټال ۱۳ پروژې په پام کې نیول شوې چې له دې جملې اته پروژې بشپړې شوې، دوې یې تر کار لاندې دي او درې نور یې ډیزاین شوې او قرارداد ته چمتو دي.

د یادونې وړ ده، چې یادې پروژې په خوست کې د خاورې د ورستېدو د مخنیوي، د سېلابونو د خطرونو د کمولو، د باران اوبو د زېرمه کولو او د اوبیزو سرچینو د پیاوړتیا په موخه پلي کېږي چې د اتو پروژو په پلي کېدو سره، څه باندې ۵۳ زره متره مکعب اوبه زېرمه شوې او همدارنګه په مستقیم ډول شاوخوا ۱۰ زره کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته