د څه باندې ۱۰ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت ۲۰ زره ټنه خام نفت وپلورل شول

کابل، غبرګولي ۲۰مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت، د څه باندې ۱۰.۵۴ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت، د آمو دریا نفتي حوزې اړوند د انګوټ سیمې ۲۰ زره ټنه خام تېل د آزادې داوطلبۍ له لارې وپلورل.
په دې داوطلبۍ کې د ۱۰ شرکتونو استازو ګډون کړی و چې د “قيصر بابا لمېټډ” شرکت په لوړ قيمت سره ګټونکي اعلان شو.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په کابل کې په همدې مناسبت جوړه شوې خبري غونډه کې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د یادې داوطلبۍ بهیر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د قیصر بابا لمېټډ شرکت په ډېر ښه نرخ (د في بېلر په منفي ۸.۲۱) سره د۱۰ میلیونه ۵۴۹ زره ۴۴۰ ډالرو په ارزښت د آمو دریا نفتي حوزې اړوند د انګوټ سیمې د ۲۰ زره ټنه خام نفت د داوطلبۍ ګټونکی دی او قرارداد ورته ورکول کېږي.
شیخ الحدیث دلاور، دغه راز د ګازو او نفتو د ځینو نورو پروژو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې ټاکل شوې د روان کال په بهیر کې د هرات نفتو حوزې د ۱۱بلاکونو چې ۲۳ زره کیلومتره مربع ساحه ده او همدا رنګه د کټواز نفتو حوزې د۴۰ زره کیلومتره مربع ساحې چې پکتیکا، پکتیا، خوست، کندهار او زابل ولایتونه په کې شامل دي؛ د اکتشاف او استخراج قراردادونه لاسلیک شي چې په دې سره به سلګونه میلیونه ډالره پانګونه وشي او ګڼ شمېر هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.
همدا رنګه، د ګټونکي شرکت استازي ګلزاده کټوازي وویل چې دغه ۲۰ زره ټنه تېل په هېواد دننه پروسس کېږي او په داخلي بازارونو کې به مصرف شي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان پنځه نفتي حوزې لري او د کانونو او پټرولیم وزارت د لومړي ځل لپاره د تېرو دوو اوونيو په بهیر کې د شاوخوا ۸۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت، د آمو دریا نفتي حوزې ۱۵۰ زره ټنه خام تېل په هېواد کې دننه د پروسس په موخه پر کورنیو پانګه والو پلورلي دي.