کابل باخترد کب د میاشتې څوارلسمه
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنې پورې اړوند په محمد خېلو سيمه کې د دغه ولايت د اوبو لګولو رياست له خوا د څلورو مليونو افغانيو په لګښت د يوه کانال د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت باختر آژانس ته وويل چې د دغه کانال په جوړېدو سره به هغه ستونزې لرې شي چې د احمد خېلو اوسيدوونکي مخامخ دي.
له بلې خوا د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژۍ رېیس اصف هوتک وایي: د محمد خېلو کانال اووه سوه پنځوس متره اوږدوالی لري چې چارې به یې د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
ده زياته کړه چې د یاد کانال په جوړېدو سره به نږدې څلور زره جریبه ځمکه خړوبه شي او څلور زره کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
0 1 دقیقه لوستل