کابل باختر د غويي د مياشتې ٤ مه
د افغانستان په ډېرى ولایتونو کې د وچکالۍ اندېښنو ته په کتو سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له وچکالۍ څخه د ترټولو ډېرو زیانمنو ولایتونو مالدارانو ته د څارویو د خوراکي توکو د تولید او وېشلو قرارداد لاسلیک کړى دی.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې له رسينو سره په خبرو کې وويل چې، د کرنې وزارت د وچکالۍ ستونزې ته په کتو د کورنیو تولیدي شرکتونو سره د څارویو د خوراکي توکو د څه د پاسه ۸ زره مټریک ټنو د تولید قرارداد لاسلیک کړې ده چې، د تولید لړۍ یې پیل شوې ده او ډېر ژر به په یوشمېر زیانمنو شويو ولایتونو کې زیانمنو مالدارانو ته یې د وېش لړۍ پیل شي.
رستمي تایېدوي چې، وچکالۍ د افغانستان ډېرى ولایتونو ته زیان رسولى دى، چې له امهل يې د بېلابېلو ولایتونو مالداران مرستې ته اړتیا لري.
د کرنې وزارت ویاند زیاتوي چې، یاد وزارت په ټول هېواد کې د وچکالۍ ځپلو مالدارانو سره د مرستې په موخه دوه میاشتنی پلان چمتو کړې دی.
هغه وايي چې د دغه پلان له مخې په پام کې لري ، څو د هغو ولایتونو مالدارانو ته چې، له وچکالۍ څخه ډېر زیانمن شوي دي واښه او حیواني متراکم خوراکي توکي چمتو او له دوی سره مرسته وکړي.
رستمي وايي چې سږ کال د بارانونو د کموالي او په ځینو مواردو کې په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو د نه اورښت له امله په څړځایونو کې واښه نه دي شنه شوي چې، له امله يې مالداران له زياتو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د رستمي په خبره د وچکالۍ له نظره د هېواد ۱۵ ولایتونه، بادغیس، بغلان، بلخ، فراه، فاریاب، غور، هلمند، هرات، جوزجان، کندهار، کندز، نیمروز، سمنګان، روزګان او زابل د هغو ولایتونو په ډله کې دي چې، وچکالۍ ډېر ځپلي دي او د کرنې وزارت د پلان سره سم ۱۴۳ زره او ۲۶۹ مټریک ټنه حیواني متراکم خوراکي توکو ته اړتیا لري.
د ده په وینا، د لوګر، پکتیا، نورستان، سرپل، تخار او وردګو ولایتونه بيا هغه شپږ ولایتونه دي چې، د وچکالۍ په دویمه درجه کې قرار لري او د کرنې وزارت د اټکل له مخې په دوو میاشتو کې د څارویو ۱۶ زره او ۹۹۶ مټریک ټنه متراکم خوراکي توکو ته اړتیا لري.
په درېمه درجه کې، بدخشان، بامیان، غزني، کابل، کاپیسا، خوست، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیکا، پروان، پنجشیر او دایکنډي ولایتونه شامل دي.
دغه ولایتونه د لومړۍ او دویمې درجې ولایتونو په پرتله په ښه وضعیت کې قرارلري، خو بیا هم وچکالۍ ځپلي دي، چې د کرنې وزارت د پلان مطابق د دوی د څارویو د دوو میاشتو خوراکي توکو د اړتیاوو برابرولو په موخه ۱۸ زره او ۳۱۲ مټریک ټنه د څارویو متراکم خوراکي توکي په پام کې نیول شوي دي.
د کرنې وزارت د وچکالۍ سره د مبارزې دوه میاشتنی پلان چې، د مالدارانو لپاره د څه باندې ۱۸۷ زره او ۵۷۷ مټریک ټنو د څارویو متراکم خوراکي توکو چمتو کول او وېشل دي کابو ۱۰۰ میلیونه ډالر لګښت لري.
باید وویل شي چې، د کرنې وزارت د دې پلان له مخې، مالدارانو ته د څارویو د خوراکي توکو وېش د ولایتونو او ولسوالیو د زیان د کچې په اساس ټاکل شوى دی.پاى_ ذکرالله