د ځینو غیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه
کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر
یو شمېر غیردولتي ورځپاڼو په خپلو خپرونو کې د سیمې او نړۍ پر بېلابېلو مسایلومطالب خپاره کړي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د “٨ صبح ورځپاڼې” د” ترکيې د افغانستان ١٣٦ مهاجر اخراج کړل” ترعنوان لاندې لیکلي.
ترکيې ١٣٦ افغان مهاجرين د چنګيز توپل بخه د هوايي ډګر له لارې بېرته افغانستان ته ولېيږل.
د اناتولی خبري آژانس د خبر له مخې؛ ترکيې ١٣٦ افغانان چې په غيرقانوني ډول په دغه هېواد کې يې ژوند کاوه ، بېرته افغانستان ته واستول.
د “اطلاعات روز” ورځپاڼي ” په پکتيکا کې زلزلې يو ځل بيا د سر زيان واړاوه” تر عنوان لاندې ليکلي.
د طالبانو خبرځايونو د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ د دويمې زلزلې د رامنځته کېدوخبر ورکړ.
ويل شوې دغه زلزله د چنګاښ په درېيمه له غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.
دغې ورځپاڼې په يو بل مطلب کې ليکلي دي.
بريټانيا د پکتيکا او خوست له زلزله ځپلو سره د ۲،۵ ميلونو پونډو مرسته وکړه.
\ ذ