د ځینو غیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه
![Default Placeholder](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2020/10/Default-placeholder-1-780x470.png)
کابل، د چنګاښ٢ مه، باختر
یو شمېرغير دولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد په بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو مطالب خپاره کړي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د ۸ صبح ورځپاڼې ” له زلزله ځپلو کسانو سره د ايران او قطر مرستې کابل ته رسېدلې دي” ترسرلیک لاندې ليکلي دي.
د افغانستان په جنوب ختيځ کې له مرګونې زلزلې وروسته د ايران او قطر مرستې کابل ته ورسېدې.
د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد نن د پنجشنبې په ورځ ويلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت مرستې چې په دوو آلوتکو کې بار شوي افغانستان ته را رسېدلې دي.
مجاهد دغه راز په پکتيکا او خوست ولايتونو کې له زلزله ځپلو کورنيو سره د قطر د بشردوستانه مرستو د رسېدو خبر ورکړى دى.
د اطلاعات روز ورځپاڼې ” د ملګروملتو سازمان د امنيت شورا غونډه د افغانستان په اړه نن جوړېږي ” تر سرلیک لاندې ليکلي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د معاونت دفتر (يوناما) وايي، چې د افغانستان په اړه د ملګروملتو سازمان د امنيت شورا غونډه نن د پنجشنبې په ورځ جوړېږي.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتو سازمان عمومي منشي انتونيوګوترش د افغانستان په اړه خپل رپوټ وړاندې کوي.
\ ذ