سیاست

د ځينو وکيلانو او دکابل ښاروال ترمنځ رامنځته شوې ستونزه څيړل کيږي .

کابل باختر د ثور شپاړلسمه :
لوى څارنوال محمد اسحق الکو نن دپارلمان ديو شمير غړو او دکابل ښاروال  ترمنځ دستونزې دحل کولو په خاطر يو هيئت موظف کړ .
  دلوى څارنوالۍ ويندوي نصير عزيزي دباختراژانس خبريال ته وويل لوى څارنوال دغه هيئت په اداري فساد کې د کابل ښاروال دلاس لرلو په باب دپارلمان ديو شمير وکيلانو له ادعا او تحصن  وروسته موظف کړ چې  په کابل ښاروال او ښاروالۍ ټول لګول شوي تورونه د قانون ، شواهدو او مدارکو له مخې وڅيړي .
دغه راز لوى څارنوال له دغو وکيلانو څخه چې په کابل ښاروال ادعالري هم وغوښتل که چيرې دکابل ښاروال پرخلاف سندونه اومدارک په لاس کې ولري لوى څارنوالۍ  ته دې وسپاري .
  لوى څارنوال  له دغووکيلانو څخه وغوښتل چې خپل تحصن پاى ته ورسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته