د ځوانانو چارو معین د زابل شاجوی ولسوالۍ ته سفر وکړ

کابل، د مرغومي ۲۶ مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین د ځوانانو د ستونزو د اورېدو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوی محمد یونس راشد د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ ته د ځوانانو د ستونزو اورېدو په موخه سفر وکړ او هلته یې د یادې ولسوالۍ له سلګونو ځوانانو سره په داسې حال کې ولیدل، چې د دې ولایت د ځوانانو چارو امر ملا عصمت الله شکیب اغا یې هم ملتیا کوله.
نوموړي وویل، ځوانانو ته کاري فرصتونو برابرول او ښوونیز مرکزونو جوړول د یاد معینیت له لومړیتوبونو څخه دي او د دوی د سالمې روزنې په موخه د هېواد په کچه بېلابېلې برنامې په پلان کې لري.
ښاغلي راشد زیاته کړې چې غواړي د شاجوی ولسوالۍ ځوانانو ته ښوونیز مرکز فعال کړی، ترڅو ځوانان عصري زده کړې تر سره کړي.

Ps202511413 1
په ورته وخت کې د زابل ولایت د ځوانانو چارو امر ملا عصمت الله شکیب اغا د ځوانانو چارو له معین څخه مننه وکړه، چې له ځوانانو سره د ليدنې په موخه یادې ولسوالۍ ته راغلی او له ټولو ځوانانو یې وغوښتل، تر څو د اسلامي نظام د ملاتړ او د هېواد د ابادۍ لپاره لاس په کار شي او د دې ترڅنګ خپلو زده کړو ته زیاته پاملرنه وکړي، ځکه هېواد مو تر بل هر وخت اوس تعلیم ته زیاته اړتیا لري.
دغه راز د شاجوی ولسوالۍ ځوانانو د تعلیم او نورو بېلابېلو برخو کې غوښتنې وکړې، چې د ځوانانو چارو معین له خوا ورته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته