د ځوانانو هڅونه؛ د کندهار په لرې پرتو سیمو کې ورزشي سیالۍ پر لاره اچول شوي
کابل، د لېندۍ ۱۱ مه، باختر
د کندهار د سپورټ او بدني روزني ریاست ویاند نذیر احمد نوري باختر خبري اژانس ته وویل، چې د کرکټ ټیپ بال فدراسیون له لوري د دغه ولایت په لرې پرتو کلیو کې ورزش ته د ځوانانو د هڅولو، د ورزش پرمختګ او ځوانانو ته د سالمې تفریح برابرولو په هدف د ارغنداب ولسوالۍ په میانجي کلي کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۱۲ اوریزې سیالۍ پیل شوې دي.
دغه راز د دغه ریاست له لوري د کندهار د لسو ښوونځیو تر منځ د مولوي صالح محمد هوتک په نوم د فوټبال سیالۍ هم پر لاره اچول شوې وې، چې د ظاهر شاهي لېسې په لومړي او سید جمالدین افغان لېسې په دوهم مقام ګټلو سره پای ته ورسېدې.