کابل باختر د زمري درې ويشتمه :
د افغان ښځو شبکې د اګست د مياشتې دولسمې نيټې د ځوانانو نړيواله ورځ د پنځوسو تنو فعالو ځوانانو په ګډون ونمانځله .
د دغه پروګرام د جوړولو هدف د ځوانانو له فعاليتونو څخه قدرداني بلل شوې ده .
د افغان ښځو د شبکې مسوولې حسينې نيکزاد وويل: د ځوانانو د ورځې نمانځل د ځوانانو او د هغوى له فعاليتونو څخه قدرداني کولاى شي مثبت بدلونونه رامنځته کړي .
په همدې حال کې يوشمېر فعالو ځوانانو د دغه شان پروګرامونو د جوړولو هرکلي وکړ او ځوانانو ته يې د دولت د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه .
د هرات د والي مرستيالې مونسې حسن زاده ځوانان د هېواد د ملا تېر وباله او ويې ويل: يواځې د ځوانانو د ورځې نمانځل کافي نه دي، بلکې ځوانان بايدله خپلو ظرفيتونو او ځواکمنتياوو څخه د چارو د ښه والي په لاره کې استفاده وکړي
په همدې حال کې يوشمېرځوانان له دولت څخه غوښتنه کوي چې د ځوانانو د استعدادونو د ودې لپاره د هغوى ملاتړ وکړي .
د دغه پروګرام په پاى کې د ځوانانو د فعاليتونو د قدردانۍ په خاطر يوشمېر فعالو ځوانانو ته ستاين ليکونه ورکړل شول .
ختم_ ج _ اکرم