د ځوانانو د چارو معين: د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي مخنيوى بايد له کورنيو څخه پيل شي

کابل باختردليندۍ دمياشتې٦  نيټه  :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ټينګار کوي چې بايد د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د پاى ته رسولو لپاره په کورنيوکې له دغې پديدې سره مبارزه پيل شي  .
د باختر آژانس د خبرله مخې :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکترکمال سادات چې نن يې په دغه وزارت کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي  دله منځه وړولو په نامه علمي سيمينارکې خبرې کولې؛ په هېوادکې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د شمېرنو له امله انديښنه څرګنده کړه .
ده وويل چې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د کمښت په خاطر اړتيا ده چې د دغې پديدې پرخلاف مبارزه له کورنۍ څخه پيل شي او بايد کورنۍ ښوونځيو ته د نجونو د ورتګ مخه ونه نيسي .
ډاکترکمال سادات زياته کړه چې د ځوانانو د چارو معينيت د ډول ډول پروګرامونو په طرحه کولو سره هلې ځلې کوي ترڅو ځوانان وهڅوي  چې د دغې پديدې د کمښت په لاره کې هلې ځلې وکړي.
د ښځو د چارو معينې سپوږمۍ وردګ په دې سيمينارکې وويل چې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالى صعودي تګلورى وهي.
دې څرګنده کړه چې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د کمښت په مقصد دغه وزارت  د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د له منځه وړلو ستراتيژي برابره کړې ده.
د دې په باور: د دغې ستراتيژۍ په تطبيق سره به د ښځو پرخلاف تاوتريخوالى  کمښت ومومي.
د ښځو د چارو معينې د تاوتريخوالي د زياتوالي يو عامل جبري، له وخت څخه مخکې او زيات لګښت لرونکي ودونه وبلل او ويې ويل چې د دغې پديدې د کمښت په مقصد بايد مبارزه له کورنيو څخه پيل شي .
د جمهوري رياست د لومړي معاونيت سلاکارې مسعودې عمري په دې غونډه کې  د جمهوري رياست د لومړي مرستيال پيغام ولوست .
په دې پيغام کې ويل شوي دي چې ښځې بايد د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو په خاطر هر اړخېزې هلې ځلې وکړي.
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته