د ځوانانو د معلوماتي مرکز پرانستل

کابل باختر د غبرګولي  دريمه :
په تخار ولايت کې د ځوانانو معلوماتي مرکز پرون پرانستل شو.
په دې مرکز کې کابو څلويښت زره امريکايي ډالره لګيدلي دي او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په انګړکې موقعيت لري.
د تخار له ولايت څخه د باخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: ددغه مرکز دجوړولو لګښت او تجهيزات د آغاخان د دفتر له خوا ورکړ شوي دي.
  دغه مرکز په داسې حال کې چې د دولتي ادارو يوشمېر رييسان او څو تنه  فرهنګيان او ځوانان حاضر وو؛ د تخار دوالي محمد ياسين  ضيا له خوا پرانستل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته