کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
د اطلاعاتو او فرهنګ د ځوانانو دچارو دمعينيت دکارکوونکو دظرفيت دلوړولو په مقصد نن په دغه معينيت کې روزنيز ورکشاپ جوړ شو .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
د دغه ورکشاپ دپرانستلو په غونډه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ځوانانو دچارو معين تيمورشاه اسحق زي د دغه ورکشاپ د رول او ارزښت او دغه راز دځوانانو دکارى ظرفيتونو د ودې او لوړولو او په دولتي ادارو کې د ادارې فساد دجرړو د ايستلو په باب خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو معينيت په هېواد کې ځوانانو ته دظرفيت جوړولو يوازينى مرکز دى .
د ځوانانو دچارو معين زياته کړه : دغه روزنيز ورکشاپ د وخت د رهبر او مديريت
تر عنوان لاندې د ځوانانو دچارو معينيت د پروګرامونو درياست له خوا د روکيان
دمشورتي مرکز په همکارۍ جوړ شوى دى .
په دې غونډه کې د روکيان دمشورتي مرکز مسوول هم خبرې وکړې او ويې ويل دغه روزنيز پروګرام د دوو ورځو لپاره کافي نه دى او دامکان په صورت کې بايد دغه پروګرام د دولسو مياشتو لپاره دوام ومومي.
0 1 دقیقه لوستل