سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ځمکې پر مخ ویاړلی ملت؛ سبا چهارشنبه یې د استقلال ورځ ده

تبصره

د کابل ښار ښکلا سپینو محمدي بیرغونو لاپسې ډېره کړې او ښاریان خوښ دي، چې د خپلواک ژوند درېیم کال پای ته رسوي.

د هېواد له ۳۴ ولایتونو رارسېدلي مالومات هم ښيي، چې د سبانۍ ورځې نمانځلو ته بشپړ چمتوالی شوی او خلک لېواله دي، چې د امریکا په مشرۍ د ناټو له اشغال څخه د خلاصون او د اشغالګرو د ماتې درېیمه کلیزه نمانځي.

دا ډېره د ویاړ خبره ده، چې افغانان په خپله خاوره کې د نړۍ د یو لوی زبرځواک د ماتې ورځ نمانځي او نړۍ ته وریادوي، چې افغانستان نه اشغالېدونکی او نه ماتېدونکی هېواد دی او نړۍ ته ورښيي، چې هېڅ کله د دغې عظیمې خاورې د نیولو او اشغالولو هڅه وه نکړي.

د خپلواکې د جشن نمانځل زمونږ د راتلونکو نسلونو د ویښتابه لپاره هم ګټور تمامیږي او دا ورته یادوي، چې دا خاوره د سلګونه زرو شهیدانو د وینو په بدل کې ګتل شوې او ساتل شوې ده.

استقلال اخیستل مبارزه او ساتل یې مفکوره غواړي، نو پکار ده، چې له دې وروسته له دغې خوږې ازادۍ څخه د ساتلو لپاره له مفکورې کار واخیستل شي او لیدل کیږي، چې اسلامي امارت دغې مفکورې ته کار پیل کړی دی.

د دغې مفکورې خاوندان باید پر پرمختګ، ټکنالوژۍ ته پر لاسرسي او له نړۍ سره پر سیال کېدو عقیده ولري او دغه راز په بشپړ ډول د سیاسي، پوځي، فضایي، اقتصادي او نورو برخو کې د استقلال لرلو اراده ولري.

استقلال همدا دی، چې په نړیوالو مهمو مسایلو کې خپلواک دریځ نیولی شو، د هېواد کانونه په خپل واک سره په قرارداد ورکولی شو او دغه راز په بېلابېلو نورو برخو کې خپلواک او خپلو ګټو ته په کتو پرېکړې کولی شو.

دا خپلواکي د تل پاتې او له پرمختګونو سره مله وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته