خبرونهنړۍ

د ځمکې دښمنان او د فضا ملګري؛ مسکو او واشنګټن فضایي اډه کې همکاریو ته دوام ورکوي

د روسي او نورو نړیوالو رسنیو د راپورونو په حواله فضایي نړیوالې اډې ته د پرواز کولو په اړه د امریکا او روسیې تر منځ د ناسا په نوم د همکاریو تړون تر ٢٠٢٥ زیږدیز کال پورې تمدید شوی او دواړه لوري په دغې برخه کې همکاریو ته دوام ورکوي.

د روسیې د فضایي چارو اداره هم د دغه تړون تمدیدېدل مني او ویلي یې دي، چې تر ٢٠٢٥ زیږدیز کال پورې د دغو همکاریو دوام ته ژمنه ده.
د دغه تړون له مخې دواړه لوري مکلف دي، چې فضایي نړیوالې اډې ته د بېړیو او متخصصینو په استولو کې مرسته وکړي.
د مسکو او واشنګټن تر منځ دغه همکاري په داسې مهال ترسره کیږي، چې دواړه اړخونه د اوکراین اړوند او نورو نړیوالو مسایلو کې له یو بل سره ګڼې او ژورې ستونزې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته