ټولنه

د ځمکو غصب مخنیوي روان کمپاین کې به د خلکو حقونه نه تر پښو لاندې کیږي.

میدان ښار د وری دمیاشتی نهمه باختر
د میدان وردګو والي وايي د ځمکو دغصب مخنیوي او د دولتي غصب شویو ځمکو راګرځولو لپاره روان کمپاین به د خلکو د حقونو په خوندي ساتلو سره ترسره کیږي.
دا خبرې  حیات الله حیات پرون د خپل کار په دفتر کې د سیدآباد ولسوالۍ یوشمیر مشرانو سره لیدنې پر مهال وکړې.
د وردګو ټولنیزې شورا رییس ډاکټر ضیا الدین کمال په مشرۍ راغلو مشرانو د سیدآباد ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د دولتي ځمکو په اړه خپلې اندیښنې شریکې او د غصب دمخنیوي په برخه کې یې د والي حیات له فعالیتونوسره خپل ملاتړ څرګند کړ.
د میدان وردګو والي  وویل، چې ټولې غصب شوې دولتي ځمکې به له غاصبانو راوګرځول شي او د غصب دمخنیوي لپاره به په جدي ډول کار ته دوام ورکوي.
حیات وویل، چې د خلکو حقونه هم نه تر پښو لاندې کیږي او د انصاف او عدالت له مخې به په ټولو یوشان قانون تطبیق شي.
د راغلو مشرانو په استازولۍ ښاغلي ډاکټر ضیاالدین کمال خبرې وکړې او ويې ویل، چې ولسي خلک هم د قانون تطبیق غواړي او نه پریږدي، چې څوک دولتي ځمکې غصب کړي.
هغه غوښتنه وکړه ، چې خلکو ته دې په بیلا بیلو برخوکې اسانتیاوې او د کار زمینې برابرې او قانون دې په ټولو یوشان تطبیق شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته