امنیت

” د ځمکو غاصبین به د قانون منګولو ته وسپارل شي”

میدان ښاردکب دمیاشتی یوه لسمه باختر
د میدان وردګو والي وايي د ځمکود غصب دمخنیوي لپاره کار جریان لري او ټول هغه کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي، چې په غصب کې لاس لري.
دا خبرې  حیات الله حیات نن د « امبوخاک« سیمې له یو شمیر مشرانو سره دکتنې پر مهال وکړې.
د چک ولسوالۍ د « امبوخاک» سیمې یوشمیر مشرانو د ولایتي شورا رییس ښاغلي اختر محمد طاهري په مشرۍ له والي  حیات الله حیات سره د ځمکي ملکیت پر سر رامنځته شوې ستونزه شریکه کړه.
د میدان وردګو والي حیات الله حیات وویل، چې د یو کمپاین په ترڅ کې به ټولې غصب شوې ځمکې له غاصبانو څخه راوګرځوي او غاصبانو سره به قانوني چلند وشي.
ولایتي شورا هم د غصب په مخنیوي کې د ولایت مقام سره همکاري کوي، څو قانون تطبیق او د غصب مخه په جدي ډول ونیول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته