امنیت

د ځانمرګو بريدونو يوسازمان ورکوونکى او يوبريدکوونکى ونيول شول

کابل باختر د  مرغومي دولسمه
دځانمرګو بريدونو يوتن سازمان ورکوونکى او يوځانمرګى بريدکوونکى نن په ننګرهار ولايت کي د ملي امنيت د ځواکونو له خوا ونيول شول.
دننګرهار ولايت دملي امنيت يوخبرځاى باخترآژانس ته وويل: د ملي امنيت ځواکونو  محمدعمر چې د مصطفى په مستعار نامه پيژندل کيږي او د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ اوسيدونکى دى. کله يې چې غوښتل ځانمرګي بريد کوونکى محمودالحسن دلغمان ولايت دمهترلام ښارته وليږدوي؛ دواړه دننګرهار_ لغمان دلارې په اوږدوکې ونيول شول.
خبرځاى وويل: دوى د لغمان ولايت په مهترلام ښارکې د تروريستي عملياتو د ترسره کولو نيت درلود او امنيتي ځواکونه اوس د پيښې په څيړنې بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته