ټولنه

د پېژند پاڼو د وېش بهير دې چټک شي

لښکر ګاه باختر د وري د میاشتې ۲۱ مه
د پېژند پاڼو وېش يوه مهمه پروسه ده، چې اړوند ادارې بايد د شرایطو په نظر کې نيولو سره په چټکه توګه هغه خلکو ته، چې افغان وي پېژند پاڼې ورکړي او په دې برخه کې ورته کوم خنډ او ځنډ رامنځته نه کړي.
دغه څرګندونې د هلمند والي  حیات الله حیات په اوونېزه اداري غونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې د هلمند والي حيات الله حيات د هلمند ولایت د وګړو د ثبتونې ادارې مسوولینو ته جدي سپارښتنه وکړه چې د پېژند پاڼو د وېشلو بهير چټک کړي او هم دې د پېژند پاڼو د اخېستلو لپاره د عامه پوهاوي په موخه سرتاسري کمپاينونه او رسنيز پروګرامونه په لاره واچول شي.
د هلمند والي د پېژند پاڼو په اړه د عامه پوهاوي لپاره د ټولو ادارو مسوولينو په ځانګړي ډول د حج  اوقاف، اطلاعاتو او کلتور، د پوهنې او راډيو ټلوېزيون ادارو ته لارښوونه وکړه، چې بېلابېل پروګرامونه په لاره واچوي او خلک د پېژند پاڼو اخېستلو ته وهڅوي.
د وګړو د ثبتونې ادارې سره د همکارۍ په موخه ۹۹ تنه قرادادي کارکوونکي ګومارل شوي دي، چې د څلور مياشتو په لړ کې به په هلمند ولايت کې ۹ لکه هغو کسانو ته، چې پېژند پاڼې ونه لري د هويت پېژند پاڼې ورکول شي.
په اوونيزه اداري غونډه کې د هلمند والي د سولې په تړاو له روانو خوځښتونو  څخه هم هرکلی او کلک ملاتړ څرګند کړ او ويې ويل، چې سوله د هر افغان غوښتنه ده او په راوستو کې يې دغه ډول بې پرې وګړي خورا اساسي رول او اغېز لري.
حيات دغه راز  وويل چې د هلمند او افغانستان د بزګرو او کروندګرو واقعي ستونزې او وړانديزونه مو له نړيوالو سره شريک کړي دي.
هغه وويل: افغان حکومت د نوې ستراتيژۍ مطابق د نشه يي توکو پر مرکزونو او قاچاق کوونکو باندې ځانګړي عمليات په لاره اچولې دي، چې په دې وروستيو څو مياشتو کې  د نشه يي توکو ۴۰لويې او وړې کارخانې له منځه وړل شوي او لسګونه قاچاق کوونکي نيول شوي دي.
په غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ښځينوو د رایې کارونې  مرکزونو لپاره د ښځينوو امنيتي کارکوونکو په اړه هم خبرې وشوې او په اړه يې اړوند ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
دغه راز د ځمکو د غصب سره پر ټينګې مبارزې سربېره په لښکرګاه ښار کې د برېښنا د پايو د تېرېدو پر مسير هم هر اړخيزې خبرې وشوې او په اړه يې مربوطه ادارو ته سپارښتنې وشوې.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته