د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د اعتباري اسانتیاوو نوي کولو پروګرام درېیم پړاو بریالی وارزول شو

کابل باختر د کب دمياشتې ٢٩ مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، چې درې ورځې مخکې اذربایجان جمهوریت ته په رسمي سفر تللی وو، د ښاغلي کریسټوف ډوینوالډ، په مشرۍ د پیسو نړیوال صندوق (IMF) له پلاوي سره وکتل او له هغه سره یې د اعتباري اسانتیاوو پروګرام د درېیم پړاو بشپړېدو په ارزونه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
د دې کتنې په پایله کې پرون د ياد پروګرام درېیم پړاو د پیسو نړیوال صندوق له لوري، د مالي کړنو د معیارونو، د هیواد په مالي او اقتصادي سکټور کې وده او اصلاحات، د کورنیو عوایدو را ټولولو، د خصوصي سکټور پیاوړتیا او د اسعارو د نرخ ثبات ساتلو  په برخو کې د افغانستان ژمنې بریالی و ارزول شوې. پاى_ عطاءالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته