ټولنه

د پیج درې په ولسوالۍ کې ۱۲۴ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

اسعد آباد / د وږي ۲۵ مه / باختر
د ولسي تړون پروګرام په آډانه کې د کونړ د پيج درې ولسوالۍ په کوز قندهارو کې ۱۲۴ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې
د کونړ د کلیو بیارغونې او پراختیا ادارې مشر وايي چې د دغې شبکې په جوړېدو سره ۱۲۴ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.
سرچینه زیاتوي چې  یاده پروژه د دوه میلیونو (۷۳) زرو  افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې د ولسي خلکو لس سلنه ونډه هم پکې شامل ده.
د يادونې وړ ده، چې په پېچ درې ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام  په آډانه کې۶۷ نورې پروژې هم کارلاندې دي، چې په بشپړېدو سره به يې ۱۵۹۳۰ کورنۍ ترې ګټه واخلي او د دغو پروژو په مټ به د بېکارۍ د کچې په کموالي که د پام وړ کموالی راشي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته