اقتصاد

د پکتیکا په یوسف خیلو کې د اوبه خور د یوه کاریز د جوړولو کار پیل شو


کابل د چنګاښ ۱۴ ممه / باختتر
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه یزو پروګرامونو د همغږۍ د دفترله لوري د پکتیکا د یوسف خیلو ولسوالۍ په خیربین کلي کې د اوبه خور دیوه کاریز د جوړولو کار پیل شو.
ددې پروژې د تطبیق پر مهال ۲۶۰۵ کاري ورځې رامنځته کیږي او تر بشپړیدو وروسته به د سیمې ۳۵۰ تنه اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي.
ددې کاریز په جوړیدو سره به ۱۲۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راشي.
_______

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته