ښرنه باختر د وري د میاشتې ۲۰ مه
د پکتيکا ولايت وړممۍ، وازېخوا او تروې ولسواليو اوسېدونکي او قومي مشران وايي، چې په دې ولسواليو کې د لارو د بندېدو له امله د خوراکي توکو بيې دوه چنده لوړې شوې دي.
دوی وايي که لارې خلاصې نه شي دوی به په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون ونه کړي او نه به هم مامورين يادو ولسواليو ته د پېژندپاڼو دوېش لپاره پرېږدي.
بل پلو د پکتيکا ولايت د امنيت امر سمنوال عبدالروف مسعود وايي چې د يادو لارو د خلاصولو په پار کارونه روان دي او ډېر ژر به یادې لارې امن شي.
د سیمې یو تن اوسیدونکي ملک زرين باختر اژانس ته وويل، ۱۸ کاله کېږي چې يادو ولسواليو ته غځېدلې لارې تړل شوې دي او چارواکي يې په نن او سبا په تشو ژمنو غولوي.
هغه زياته کړه: (( په دغو دريو و ولسواليو کې د پطرولو يو ليټر په ۱۶۵ پاکستانۍ کلدارې، دبورې ۵۰ کيلویي بورۍ په ۳۱۰۰ کلدارې او نور خوراکي توکي هم په دوه چنده پلورل کېږي او خلکو په خپلو ځمکو غنم او نورسبزيجات ځکه نه دي کرلي چې تېل ورته نه شي اخېستلی))
د ملک زرين په خبره که دولت د دې ولسواليو لارې ژر خلاصې نه کړي دوی به خپلې پېژندپاڼې پرې کړي او په راتلونکو ټاکنو کې به ګډون ونه کړي.
د وړممۍ قومي مشر ملک بهاول خان هم ورته څرګندونې کوي او زياتوي چې که يادو ولسواليو ته لارې خلاصې نه شي دغه درې واړه ولسوالۍ به سقوط وکړي.
بهاول زياتوي: (( اته ورځې وړاندې په پوليسو ماين چاودنه کړې چې له امله يې يو پوليس شیهد شوی او يو سخت ژوبل دی، چې تر اوسه پورې دامنيې قوماندانۍ مسوولين په دې نه دي توانېدلي چې ياد زخمي مرکزښرنې ته انتقال کړي او نه هم په يادو ولسواليو کې مناسب روغتيايي خدمات شته.))
د وازېخوا ولسوالۍ اوسېدونکی ملک منان وایي چې افغان دولت ژمنې کړې دي چې يادو ولسوالیوته غځېدلې لارې به خلاصوو خو هرڅه يوازې د کاغذ او ژبې په سر پاتې دي او کومه عملي بڼه يې نه ده خپله کړې.
هغه وويل: چې د دې ولسواليو اوسېدونکو ۳۰۰ ځوانان چمتو کړل څو د يادو ولسواليو لپاره د ګواشتې په سيمه کې پوستې واچوي، ځوانانو شپږ مياشتنۍ روزنه هم تر لاسه کړه او بېرته خپلو کورونو ته ولېږل شول طالبانو ته يې دښمانان هم کړل خو دولت ځوانان په کور کېنول.
ده د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ مسوولين نه يوازې دا چې په خپلو دندو کې پړه وبلل بلکې هغوی يې په فساد کې ښکېل ياد کړل او وايي چې دوی د خپلې دندې د پايښت لپاره هرڅه تر سره کوي.
بل خوا د پکتيکا د والي وياند محمد الرحمن اياز وويل چې د يادو ولسواليو دلارو د خلاصولو په موخه پولیس روزل شوي، درنې او سپکې وسلې مرکز ښرنې ته انتقال شوې او په نږدې وخت کې به په دې اړه يو لوړ رتبه هيئت تصميم ونيسي.
هغه وويل چې د کورنيو چارو، دفاع او ملي امنيت مسوولين به په روانه اوونۍ کې په کابل او يا هم پکتيکا کې د يادې لارې د خلاصولو په موخه ګډه غونډه ولري.
د يادونې وړده، وړممۍ، وازېخوا او تروې ولسوالۍ د پکتيکا سرحدي ولسوالۍ بلل کېږي چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره د ژوب په سيمه کې پراخه پوله لري.پای/وصال