-ښرنه باخترد زمري د میاشتې ۲۱ مه
د پکتيکا د ولايتي شورا مسؤلين وايي چې دولت دي د دغه ولايت وړممۍ، ګوملې او ګيانې ولسواليو ته خاصه پاملرنه وشي.
د پکتيکا دولايتي شورا پخواني رېيس او اوسنی غړی عبدالمبين فقير زاده باختر اژانس ته وویل چې د دغه ولایت يو شمېر ولسوالۍ دوسله والو طالبانو ترتهديد لاندې دي، نو دولت دي خاصه پاملرنه ورته وکړي تر څو یې ولسونه له ګواښ څخه به خوندى شي.
فقیرزاده وايي، چې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه د مدرسو او هغه طالبان چې هلته مېشت دي له پولې راوښتي او په ولسواليو يې بريدونه پيل کړي دي.
دی له دولت څخه د امنيتي ځواکونو د کلکې همغږۍ او دغو ولسواليو ته دجدي او خاصې پاملرنې غوښتنه کوي.
د پکتيکا دولايتي شورا غړي نعمت الله بابري وويل، چې پوليس، آردو او امنيت باید په خپلو کې له پوره همغږي نه کار وا خلي تر څو په دغو سیمو کې د امن فضا خوره شي.
هغه وايي په پکتيکا د ګډ وډيوو او نا امنیو عمده لاملونه د امنيه قوماندان نه شتون او پوليسو ته په مياشتو، مياشتو د معاشونو، نه ورکول دي.
دپکتيکا ولايت دامنې قوماندانۍ سرپرست سمنوال محمد رفيق وويل، چې وسله والو د پکتيکا په ګوملې، وړممۍ، سرروضې او خوشامند ولسواليو هم محاله بريدونه وکړل چې دافغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شول.
هغه زياته کړه په ګوملې ولسوالۍ کې تر ۱۰۰ زيات وسله وال طالبان ووژل شول او اوس مهال افغان ځواکونه په ټينګ مورال د خپلې خاورې او ولس دفآع کوي.
قومآندان وايې حالت دومره هم جدي نه دی لکه څومره چې خلک اندېښنه لري بلکې ټولې سيمې دافغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.
ديادونې وړده ، چې پرون هم دسروبي ولسوالۍ اړوند دخنګلي په سيمه کې دافغان ځواکونو دعملياتو پرمهال ۲۵ وسله وژل شوي و او ۲ نور ژوندي نيول شوي و.پای/رووفي
1 1 دقیقه لوستل